د جنوبي کوریا ولسمشر: چمتو یم د شمالي کوریا له مشر سره ووينم

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن ويلي، چمتو دی د شمالي کوریا له مشر کېم جانګ اون سره وويني او د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي تر تجربې وروسته د راپورته شويو ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړي.

د جولای په شپږمه د جي شل تر سرمشريزې مخکې د جنوبي کوریا ولسمشر وړانديز وکړ چې دواړه کوریا باید د جګړې په نتيجه کې د جلا شويو کورنیو د يوځای کولو هڅې وکړي، له پولې سره تهاجمي فعالیتونه ودروي او په جنوبي کوريا کې د راتلونکو ۲۰۱۸میلادي کال د ژمي د اولمپيک لوبو لپاره همکاري وکړي.

د مون خبرې څرګندوي چې دی له ديالوګ او فشار دواړو څخه کار اخلي چې د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام په سر د راپورته شوي بحران حل غواړي.

جنوبي کوریا له امریکا او نورو هېوادونو سره کار کوي چې شمالي کوریا باید د جولای د څلورمې د بالسټیک توغنديو په خاطر سزا ورکړي ځکه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له قوانينو څخه يې سرغړونه کړې ده.

دا څرګنده نه ده چې ایا شمالي کوریا به د مون وړانديز ومني که نه.