ارزګان چارواکي: هوايي بریدونو ۲۰ وسله وال طالبان وژلي دي

د ارزګان ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت سیمه ييز امنیتي چارواکې وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۲۰وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله نن ازادي راډيو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو دغه بریدونه تېره ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ شمالي لوري کې د وسله والو طالبانو پر یوه محکمه کړي چې پر مهال يې۱۸وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي زین الله دغه راز وویل چې تېره شپه هم نړیوالو ځواکونو په یاده سیمه کې هوايي برید کړی چې په کې ۲وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.