کندهار پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي کسان له ښاره ټول کړل

د کندهار ولایت پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي کسان له ښاره را ټول او درملنې مرکز ته انتقال کړل.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دُراني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د کندهار ښار د شهیدانو چوک دوکاندارانوپر له پسې شکایتونه د دې لامل شول چې موږ د سې شنبې په ورځ ۲۷ تنه په نشه روږدي کسان چې د اوسېدو ځای د نشتوالي په پلمه په دې ځای کې اوسېدل او هلته يې مخدره مواد استعمالول، را ټول او ډنډ ولسوالۍ د مخدره موادو د درملنې مرکز ته انتقال شول.

ضیاء دُراني زیاته کړه: د معتادینو له ټولولو سره یوځای يې د مخدره موادو ځینې واړه پلورونکي هم نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

په یو بل اقدام کې د کندهار ولایت پولیسو ۳۴ کیلوګرامه مخدره مواد په یوه موټر کې ونیول.

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دُراني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ۳۴ کیلوګرامه هیروئین چې له میدان وردګو ولایت څخه په يوه بار وړونکيموټر کې نیمروز ولایت ته انتقالېدل، پولیسو د کندهار ښار په ۱۴ حوزه کې نيولي دي.