د دمبورې دوه ورځنی فسټیوال نن په بامیان ولایت کې پیلېږي. دې فسټیوال ته له درېیو ورځو را په دې خوا د افغان سندرغاړي استاد وحید قاسمي په مشرۍ تیارۍ پرون بشپړې شوې.
د دمبورې د موسیقۍ په فسټیوال کې به چې نن پیلېږي او دوه ورځې دوام کوي د صفدر توکلي په ګډون د هزاره مېشتو مرکزي سیمو د هنرمندانو ستاینه وشي.
ویل شوي چې د بامیان د عالمانو د شورا ځینو غړو د دې فسټیوال له جوړېدو سره مخالفت کړی و، خو د دې فسټیوال یوه تنظیموونکي جواد صادع ازادي راډیو ته وویل چې دوی به خپل کار ته دوام ورکړي:
"دمبوره د هزاره ګانو د فرهنګ او تاریخ یوه برخه ده. که موږ د عالمانو د شورا فتوا ته غوږ ونیسو او دا فسټیوال جوړ نهکړو نو دا به په دې معنی وي چې خپل تاریخ او فرهنګ هیروو خو موږ به دې کار ته اجازه ورنهکړو. "
د فسټیوال تنظیموونکي وايي، د هېواد یو شمېر مشهور هنرمندان د دمبورې په جشن کې د ګډون لپاره بامیان ولایت ته تللي او تمه ده چې د پنځو او لسو زرو ترمنځ مینه وال په دې مراسمو کې ګډون وکړي.