د مصر او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوریې وغږېدل

د مصر او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د قطر او څو عربي هېوادونو د روان کړکېچ او د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر سمیع شکري له خپل روس سیال سیرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې له قطر سره د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د کړکېچ په اړه بحث وکړ.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ابوزید په یوه بیان کې ویلي چې شکري د مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین پر ګډ دریځ ټینګار کړی او له ترورېزم او افرطیت څخه د قطر ملاتړ یې غندلی دی.

بیان زیاتوي چې شکري او لاوروف همدا راز د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي او موافقه یې کړې چې دواړه به ډېر ژر یا په مسکو او یا په قاهره کې سره وګوري.