نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني یوه مقاله خپره کړې چې وایي، د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي.
حسین حقاني لیکي:
سره لهدې چې ویل کېږي طالبان د افغانستان پر ۴۰ فیصده خاورې واکمن دي، خو د طالبانو مشران په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو عملیات کوي، نو د حقاني په مقاله کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا په پالیسۍ کې باید د ولسمشر ټرمپ لهخوا پر پاکستان لا سخت فشار شامل وي.
مقاله زیاتوي، د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر له ۱۱مې نېټې څخه د امریکا هڅې پهدې بریالۍ نهشوې چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه راوګرځوي نو ولسمشر ټرمپ باید اوس پر یوې بلې لارې غور وکړي.
نیویارک ټایمز د حسین حقاني له قوله لیکي چې امریکايي چارواکو ته دا اسانه کار نهدی چې په سمه توګه پاکستان مطالعه کړي.
حسین لیکي:
پاکستان د سړې جګړې پرمهال، په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې او هم د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر تر پېښې را وروسته د القاعده د عملیاتو پرخلاف د امریکا یو عمده متحد پاتې شوی، خو دی وایي، پاکستان دا اتحاد تر ډېره د خپلو وسلو د خوندیتوب، د اقتصادي مرستې او له هند سره د مقابلې په برخه کې د ډیپلوماټیک ملاتړ لپاره ساتلی دی.
مقاله د حسین حقاني له قوله وایي:
"په امریکا کې د پاکستان د سفیر په توګه ما د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو وغوښتل چې له امریکاییانو سره صادقانه چلند وکړي. "
خو مقاله زیاتوي د اسلاماباد ځواب دا وو چې دوی واقعاًپه افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي، خو دا کار یې د هند لهخوا د امنیتي ګواښونو لپاره دی.
حقاني زیاتوي متحده ایالات باید پرې نېږدې پاکستان په افغانستان کې د تُندلارو ملاتړ له هند سره له خپلو شخړو سره وتړي.
د لیکوال په خبره له پاکستان سره د امریکا مرستې باید د طالب مشرانو په وړاندې د پاکستان په یو لړ ځانګړو اقداماتو او مهالویش پورې وتړل شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د حسین حقاني له قوله لیکي پر هغو افرادو او موسساتو بندیز لګول چې په پاکستان کې میشتو طالب مشرانو ته امکانات برابروي او هم د پاکستان له اتکا پرته د سولې خبرو پر مخ وړل، هغه اقدامات دي چې د امریکا پیاوړی دریځ ښیې.
بوسټون ګلوب:
بوسټون ګلوب ورځپاڼې د امریکا د سناتورې الیزابت وارن Elizabeth Warren هغه څرګندونې راخېستې چې افغانستان ته تر سفر وروسته یې کړي دي.
الیزابت وارن چې د امریکا د کانګرس د څلورو نورو غړو سره د افغانستان او پاکستان په ګډون د منځني ختیځ په څلور ورځني سفر تللې وه، د جولای پرڅلورمه نېټه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو او ملکي پرسونل سره ولیدل.
الیزابت وارن بوسټون ګلوب نشریې ته ویلي:
"هېڅ څوک په دې باور نهدی چې پوځي لاره، یوازیني حللاره ده، یوه حل لاره باید پوځي اړخ ولري، خو همدا راز اقتصادي او ډیپلوماټیک پلان ته هم اړتیا لري. اړتیا ده چې کورنۍ سیاسي پخلایني پهکې ښکیلې اوسي او د سیمې بېلابېل هېوادونه هم پهکې اوسېږې. "
بوسټون ګلوب د وارن له قوله زیاتوي چې دغه پنځه سناتوران به د امریکا له حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی او ښایې ځینې ځانګړي وړاندیزونه ولري، خو په دې اړه یې جزئیات نهدي ورکړي.