په کوټه کې نن ناڅرګندو وسله والو کسانو د بلوچستان د ملي ګوند یو مشر ملک نوید دیوار وژلی.
د کوټې پولیسو هلته دازادي راډیو خبریال ته وویل چې پېښه د ارباب کرم خان پر سړک شوې او په دې وسله واله حمله کې یو بل سړی هم وژل شوی دی.
د بلوچستان والي، نواب ثنا الله زهري پولیسو ته سپارښتنه کړې چې د نننۍ پېښې عاملان ونیسي.
د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.