امریکا وايي شمالي کوریا ته به «ډېر کلک» ځواب ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینې ته پر "ډېر سخت" ځواب فکر کوي.

ټرمپ نن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د خبرو پرمهال، پر ټولو ولسونو غږ وکړ چې د هغه په وینا، شمالي کوریا داسې "ډېروبدو" اعمالو ته ځواب ورکړي.

د شمالي کوریا حکومت د سې شنبې په ورځ داسې مزائیل وازمویل چې له یوې لويې وچې تر بلې لویې وچې رسېږي او هدف ویشتلائ شي.

ډونالد ټرمپ شمالي کوریا ته د امریکا د ځواب د جزئیاتو له څرګندولو ډده وکړه خو ویې ویل چې شمالي کوریا یو "خطر" دی او امریکا به "ډېر کلک" ځواب ورکړي.

هغه د شمالي کوریا د مشرتابه کارونه د "شرم" وړ وبلل او ويې ویل چې د شمالي کوریا مشران "ډېر خطرناک" کارونه کوي او "موږ" يې باید پرضد اقدام وکړو.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازې، نېکي هېلي پرون وویل چې امریکا به د اړتیا په وخت کې د شمالي کوریا پرضد له خپلې "زښتې زیاتې قوې" کار واخلي.