بریتانیا د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه له بې باکۍ ډک عمل بللی

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي چې د شمالي کوریا له لوري د داسې بالسټیک مزائیلو ازموینه چې له یوې لویې وچې تر بلې لویې وچې هدف ویشتلائ شي، له بې باکۍ ډک او غیرقانوني عمل و.

بوریس جانسن ویلي چې نړیواله ټولنه باید د شمالي کوریا د پالیسیو پرضد اقدام وکړي.

هغه پرون چهارشنبه له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د چین حکومت باید د شمالي کوریا د اټمي وسلو او بالستیک مزائيلو د ازموینو پرضد نور ګامونه پورته کړي.

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په ټوله سیمه کې له شمالي کوریا سره زیات اقتصادي روابط د چین حکومت لري نو د چین حکومت باید پرشمالي کوریا فشارونه زیات کړي.

تردې لنډه موده مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکي هېلي وویل چې متحد ایالات به د اړتیا په وخت کې د شمالي کوریا پر ضد له خپل زښت زیات پوځي ځواکه کار واخلي.