د لغمان د عامې روغتیا رئیس په یوه وسلهواله حمله کې ټپي شو.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې پر ډاکتر عدالطیف قیومي نن سهار شااوخوا اووه بجې پر موټرسایکل سپرو ناڅرګنده وسلهوالو د عامې روغتیا د روغتون په مخ کې ډزې وکړې.
د ځواک په وینا نوموړی په دې پېښه کې ټپي شوی چې د درملنې لپاره ننګرهار ته لیږدول شوی دی.
د لغمان د والي ویاند زیاته کړه چې حمله کوونکی تښتېدلی او پولیس د پېښې په اړه څېړنه کوي.