افغان ولسمشر اشرف غني په یوه رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

افغان ولسمشر اشرف غني د کاسا زر پروژې د مشرانو په دوهمه غونډه کې د ګډون په هدف نن په یوه رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ.

جمهوري ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني به په دغه یوه ورځني سفر کې پر دې غونډې سربېره په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي او هم به د افغانستان، تاجکستان او پاکستان تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

دوشنبې ته له ولسمشر سره په دې سفر کې د ماليې او اقتصاد وزیرانو په ګډون د هغه یو شمېر لوړپوړي سلاکاران ملګري دي.