رادمنش: پاکستان به خپل لور ته د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په څو اوونیو کې ښایي پاکستان خپل لور ته د کابل له غوښتنې سره سم د مشکوکو ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ عملیات دوام لري. پاکستان هم خپل چمتووالی څرګند کړی. ښايي په لنډ وخت کې په یوې دوو میاشتو کې نه، تر هغه په لنډه موده کې دا عملیات پیل شي، خو اعلان ته‌یې باید انتظار شو."

د پاکستان حکومت روانه اوونۍ د امریکایي سناتورانو له یوه پلاوي سره موافقه وکړه چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته به د امریکا تر څارنې لاندې د ترهګرو پر ضد عملیات کېږي.