د امریکا متحده ایالات وایي چې د شمالي کوریا د لومړني قاره وهونکي توغندي د ازموینې له امله د دې هېواد په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ډېر ژر د نوي پرېکړهلیک مسوده وړاندې کوي.
دا خبره په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو استازې نیکي هیلي د چهارشنبې په ورځ وکړه.
هیلي وویل، دغه نوې ازموینه د شمالي کوریا لهخوا څرګند پیاوړی پوځي لمسوونکی اقدام دی او زیاتهیې کړه چې که دغه کړکېچ ته ډیپلوماتیکه حل لاره ونهموندل شي متحده ایالات ښایي له پیاوړي پوځي ځواک څخه کار واخلي.
روسیې که څه هم د شمالي کوریا د دغه توغندي ازموینه غندلې، خو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې تهیې وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې د نورو بندیزونو له لګولو یا د هر پوځي اقدام سره مخالفه ده او غواړي چې شمالي کوریا او متحده ایالات دې د دغه کړکېچ د کمولو لپاره جوړجاړی وکړي.
چین چې په سیمه کې د شمالي کوریا یوازنی متحد دی هم د دغه نوي توغندي ازموینه د نهمنلو وړ بللې، خو د دې هېواد په وړاندې یې د پوځي قوې له کارولو سره هم مخالفت څرګند کړی دی.