څلور عربي هېوادونه پر قطر په غُصه شوي چې ولې یې د دوی د ۱۳ غوښتنو یوه فهرست ته منفي ځواب ورکړی دی.
خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر پر دې هېواد چې ټولې اړیکې یې ورسره شلولي سمدستي نور بندیزونه نهدي لګولي.
د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته هغه اعلامیه چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمیع شکري لوسته ویېویل چې د قطر ځواب جدي نهدی او مهم څه پهکې نهشته چې هغه د دې هېواد له غوره کړي سیاست څخه پر په شاتګ دلالت وکړي.
دغو هېوادونو د نورو مواردو تر څنګ قطر د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی دی.