مسؤولین: د کندز په تلوکه او انګورباغ کې ۵۸ وسله‌وال وژل شوي

د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو فرقه وايي، د کندز په تلوکه او انګورباغ سیمو کې یې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۵۸ وسله‎وال وژلي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو د فرقې مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې په دشت‎ارچي کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري حسن، د تخار د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي نقیب‎الله، د قاري عبید په نوم د طالبانو یو بل سیمه‎ییز قوماندان او همدارنګه د منصور او ملا نعیم په نوم دوه پاکستاني طالب قوماندانان شامل دي.

د ځانګړو عملیاتو فرقه وايي، دا عملیات‌یې د افغان هوايي ځواک په مرسته ترسره کړي دي.

دوی خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‎دي ویلي.