د فراه چارواکي وايي، تېره ورځ د انار درې ولسوالۍ کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي دي.
د فرا د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل، ماین د دې ولسوالۍ مرکز ته په تللې لاره کې اېښودل شوی و چې د ولسي خلکو یو مازدا ډوله موټر پرې وربرابر شو.
تر دې مخکې د ماین چاودنې یوې بلې پېښې په پشترود ولسوالۍ کې څلور کسان وژلي وو.