د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې دوه توغندي لګېدلي چې لږ تر لږه دوه کسانیې وژلي دي.
د پنځمې امنیتې حوزې امر کبیر احمد برمک نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل، یو توغندی پر یوه کور لګېدلی چې یو ماشوم او یوه مېرمنیې وژلې دي.
ښاغلي برمک وویل:
"لومړني معلومات دا دي چې دا له لیرې ځایه ویشتل کېدونکي توغندي وو، یو یې پر یوه کور لګېدلی، یوه ماشومه او یوه مېرمنیې وژلي او یو بل تنیې ټپي کړی دی."
د کابل د پنځمې امنیتي حوزې امر زیاته کړه چې دوهم توغندی له کوره لیرې لګېدلی او چاودنهیې نهده کړې.
ښاغلي برمک وویل، ګومان کوي چې دا توغندي د پغمان د درې لهخوا ویشتل شوي وي.
تر اوسه چا د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.