د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې که افغانستان د هلمند پر سیند د بندونو جوړولو ته ادامه ورکړي، دوی به يې په اړه بېتفاوته پاتې نهشي.
حسن روحاني دا خبره تېره ورځ د ګرد، دوړو، ننګونو او حل لارو په یو نړیوال کنفرانس کې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت هڅه کوي چې د افغانستان اوبه مهار کړي.
اوس مهال د افغانستان په سلو کې ۸۰ اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.
دا چې ایران د افغانستان د اوبو په د بندونو په اړه د دغه ډول څرګندونو حق لري کنه او افغانستان ته په دې برخه کې څه کول پکار دي، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند سره زموږ همکار اکرامالله اکرام لنډه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د ایران د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په کتو، فکرنه کیږي چې په افغانستان کې د ګاونډیو لاس وهنې د اوبو په د خپلولو په اړه دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5