د بحرین پولیسو د بشري حقونو يوه ښځينه فعاله نيولې

د بحرين د بشري حقونو يوه ډله وايي، د بشري حقونو يوه ښځينه فعاله نيول شوې ده.

دا د خليج په دغه شاهي هېواد کې پر مخالفینو د فشارونو په لړ کې په تېرو دوو مياشتو کې دوهم ځل دى چې دغه ښځينه فعاله نيول کېږي.

په لندن کې دېره د بحرين د حقونو او ډموکراسۍ انسټټيوټ پرون سې شنبه وويل، ٤٨ کلنه ابتسام الصايغ د وسله‎والو پوليسو له‎خوا چې مخونه‌يې پټ وو، توقيف ته اچول شوې ده.

الصايغ د دوشنبې په ورځ په ټوېټر کې يو خپور شوى مطلب شريک کړى و چې د ښځو په وړاندې د امنيتي ځواکونو پر چلند په‌کې انتقاد شوى و.

د بخښنې نړيوال سازمان وويل، الصايغ په منامه کې يوه زندان ته بېول شوې ده.

دغه سازمان ويلي، الصايغ چې د لومړي ځل لپاره په مې مياشت کې نيول شوې وه، وهل شوې او د بحرين د ملي امنيتي ځواکونو د غړو له‌خوا ورباندې جنسي تېرى شوى و.

خو د دغه سازمان په حواله، د بحرين چارواکي د دغو ادعاوو په څېړنه کې پاتې راغلي دي.