د فولکس واګون د موټر جوړولو شرکت له ۱۷ کاله ځنډ وروسته بېرته ایران ته ستنېږي.
د فولکس واګون د موټر جوړولو شرکت پرون سې شنبه وویل، راتلونکې میاشت کې به د دې شرکت د موټرو خرڅلاو بېرته د ایران په بازارونو کې پیل کړي.
د موټر جوړونې د دې جرمني شرکت د پروژو مدیر، اندرس سوند جېنسین «Anders Sundt Jensen» په یوې اعلامیه کې ویلي، ایران ته په ستنېدو به فولکس واګون شرکت د موټرو د بازار په نړیواله نقشه کې یو بل خالي ځای ډک کړي.
فولکس واګون چې په اروپا کې د موټرو د بازار مشري کوي، په ۲۰۰۰ میلادي کال کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو له لګېدو وروسته له دغه هېواده ووت.
کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر ایران د بندیزونو د لیرې کېدو موافقه وشوه، د موټر جوړونې فرانسوي شرکت رنولټ «Renault» هم اعلان وکړ چې د ایران د موټرو بازار ته د بېرته ستنېدو پلان لري.