د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جولای په ۹مه اوکراین ته ځي

د اوکراین د ولسمشر دفتر وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به د جولای په نهمه اوکراین ته ځي او هلته به له ولسمشر پېټرو پروشینکو سره خبرې وکړي.

د پروشینکو دفتر پرون سې شنبه وویل چې نوموړی به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د کیف او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو او د اوکراین پر ضد د روسیې د اقداماتو په وړاندې د هڅو پر همغږۍ بحث او خبرې وکړي.

د جون په ۲۱مه پروشینکو په واشنګټن کې وویل، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې استازي پر دې سلا شول چې په نېږدې راتلونکي کې کیف ته سفر وکړي او دوی به یو ډېر مهم دفاعي توافق لاسلیک کړي.

مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراین څخه بېله او روسیې سره یوځای کړه.

له همدې کال راهیسې روسیې د اوکراین په ختیځ کې د روس‌پلویو بېلتون غوښتونکو ملاتړ هم پیل کړی دی.