غني: دفاع وزارت کې اصلاحاتو عملیاتو کې ظرفیتونه پیاوړي کړي

ولسمشر اشرف غني وايي، په دفاع وزارت کې له یو لړ اصلاحاتو وروسته په نظامي عملیاتو کې د افغانستان ظرفیتونه پياوړي شوي دي.

د ارګ د یوې خبرپاڼې له‎مخې ښاغلي غني پرون سې شنبه په کابل کې د سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ د امریکايي سناتورانو یو هیئت سره په لیدنه کې وویل، دفاع وزارت کې د مشرتابه په کچه ۱۵۰ تنه جنرالان تقاعد شوي، نوی وزیر ټاکل شوی او په دغه بنسټ کې نور اصلاحات هم راغلي دي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه اصلاحات به د کورنیو چارو وزارت چې ده څه موده مخکې په امنیتي سکټور کې د فساد مرکز بللی و، هم بدل کړي.

له امریکايي سناتورانو سره د ولسمشر په پرونۍ لیدنه کې نوموړي، د اصلاحاتو په برخه کې د امریکا همکاري مهمه بللې ده.

ولسمشر په دې لیدنه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې پارلماني انتخابات به د ۲۰۱۸ میلادي کال په جولای کې وشي او بهیر به‌یې مدني ټولنه وڅاري.

خبرپاڼه وايي، د یادو مسئلو پر بحث سربېره، دواړو غاړو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سیمه‌ییزو مسئلو په اړه بحث او خبرې وکړې.