د امریکا او روسیې ولسمشران په لومړي ځل هامبورګ کې سره ګوري

کرملېن وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د جولای په اومه په هامبورګ کې د «جي۲۰» یا د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې تر څنګ وګوري.

دا به له هغه وروسته چې ټرمپ د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، د دواړو مشرانو تر منځ لومړنۍ مخامخ کتنه وي.

سپیني ماڼۍ هم مخکې د دواړو مشرانو کتنه تایید کړې وه، خو د قیق وخت یې نه و ښودلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي چې د پوتین او ټرمپ کتنه په ځانګړې توګه له دې پلوه مهمه ده چې دوی دواړه به د سوریې د جګړې په اړه خبرې وکړي.