د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د سناتور جان مککېن په مشرۍ امریکایي سناتورانو ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان لوی درستیز ورسره ژمنه کړې چې د ترهګرو پر وړاندې به ګډ عملیات کوي او هغه به متحده ایالات هم څاري.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې کتنه کې به د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ادارې پر ستراتیژۍ هم خبرې وشي او ولسمشر په دې ټینګار وکړ چې افغانستان به تل د امریکا پر مرستو متکي نهوي او د دواړو هېوادونو تر منځ ملګرتیا باید په ګډو ګټو او متقابل احترام ولاړه وي.
دغو سناتورانو په ارګ کې له افغان ولسمشر سره پر کتنې سربېره د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې هم ښاغلي عبدالله دغو سناتورانو ته په خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.