په جنوبي کوریا کې د تکواندو د کوریا اوپن سیالۍ نن رسماً پرانیستل شوې.
د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم روزنکي بشیر ترهکي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن افغان لوبغاړي محسن رضایي خپل روسي سیال ته ماته ورکړه او دوهمه لوبه له جنوبي کوریا سره لري.
ترهکی وایي، په دغو سیالیو کې له افغانستانه روحالله نېکپا، محسن رضایي، حکمت زینت او سومیه غلامي ګډون کړی دی.
د تکواندو د کوریا اوپن سیالۍ د جنوبي کوریا په کوربهتوب د ۱۸۳ هېوادونو د نېږدې زرو تنو لوبغاړو تر منځ نن پیل شوې او څلور ورځې به دوام کوي.