د روسیې، ایران، ترکيې او د امریکا د متحدو ایالتونو ډیپلوماتان نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د حکومت او د سوريې د اپوزېسیون د یو شمېر ډلو له استازیو سره پنځم دور خبرې تر سره کوي.
په دغو دوه ورځنیو خبرو کې به د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازی سټیفن دي میستورا هم ګډون وکړي.
په استانه کې دغه خبرې چې د روسیې، ایران او ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي، له هغو نورو بېلې دي چې د ملګرو ملتونو له خوا په جینوا کې پرمخ وړل کېږي.
له دغو خبرو یوه ورځ مخکې د سوریې پوځ د خپل هېواد په جنوب کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ او ویې ویل چې دا اعلان د پخلاینې د هڅو د ملاتړ لپاره کوي.
د سوریې د حکومت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لپاره چې د سولې د بهیر او د ملي پخلاینې ملاتړ وشي د شپې له ۱۲ بجو د جولای تر شپږمې اوربند اعلانېږي.