کندهار کې ۴ وسله‌وال طالبان په عملیاتو کې نیول شوي

د کندهار چارواکي وایي چې د ملي امنیت سرتېرو د عملیاتو پر مهال څلور وسله‎وال طالبان نیولي دي.

د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سرتېرو د خپلو عملیاتو پر مهال څلور تنه وسله‎وال طالبان چې د کــنــدهـــار ښار په ګډون په دامان، شاه ولي‎کوټ، ژړۍ او پنجوایي ولسوالــیو کـی ترورېستي فعالیتونه کول، نیولي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی، خو دا نه‎دي ویل شوي چې دغه کسان چېرې او څه وخت نیول شوي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په‌ دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.