ارزګان چارواکي: تېره ورځ هوايي برید کې ۷ وسله‌وال وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان هوايي بریدونو پر مهال ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن سې‌ شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته افغان هوايي ځواکونو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړونده د ده‎جوزه په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو پر یوه مرکز هوايي بریدونه کړي چې پر مهال ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

نوموړي وویل چې په یادو بریدونو کې ملکیانو ته کوم زیان نه‎دی اوښتی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.