د فرانسې ولسمشر: په مني کې به بېړنی حالت پای ته ورسوم

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي، د سږ کال په مني کې به هغه بېړنی حالت پای ته ورسوي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال د پاریس له ترورېستي حملې وروسته نافذ شو.

مکرون دا ژمنه پرون دوشنبه د فرانسې د پارلمان د دواړو جرګو په یوه نادره ګډه غونډه کې وکړه.

په دې غونډه کې مکرون پر کورنیو او نړیوالو سیاسي مسایلو خبرې وکړې او په عین حال کې یې وویل چې حکومت به د ترورېزم د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي.

مکرون زیاته کړه:

"په سږني مني کې به د اضطراري حالت په پای ته رسولو د فرانسویانو ازادۍ وروګرځوو، ځکه چې دا ازادي د موجودې غښتلې ولسواکۍ مخکې تر مخکې شرط دی."

د فرانسې ولسمشر وویل چې حکومت به‌یې د هرې بلې حملې مخه ونیسي او د سخت دریځۍ پر ضد به بې‌رحمانه مبارزه وکړي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال د پاریس په ترورېستي حمله کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.