پوتین په مسکو کې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ هرکلی وکړ

کرملېن وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین ولسمشر شي جین پېنګ ته په مسکو کې هرکلی ووایه.

د چین ولسمشر پرون دوشنبه په غیر رسمي سفر مسکو ته لاړ او د روسیې له ولسمشر سره‌یې وکتل.

ټاکل شوې ده چې دواړه مشران د دوو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو لړ موافقې لاسلیک کړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي د راپور له مخې، د پوتین او شي جین پېنګ تر کتنې مخکې د کرملېن جګپوړي سلاکار یوري اوشاکوف د روسیې او چین تر منځ اوسنۍ اړیکې په ډېرو کلونو کې تر ټولو ښې وبللې.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف وویل، پوتین او شي به د دوو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د پانګه‌والو او سوداګرو له مشرانو سره وویني.