جوزجان کې داعش تر ۱۰ ډېر ښوونځي ویجاړ کړي

د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې د داعش وسله‌والو د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د نجونو د یوې لېسې په‌شمول تر ۱۰ ډېر ښوونځي ویجاړ کړي دي.

په جوزجان کې د ازادي راډیو خبریال د درزاب د ولسوال بازمحمد داور له قوله وايي چې د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د داعش جګړه مارو نیولي او په وروستیو څو ورځو کې یې ۱۲ ښوونځي ویجاړ کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د داعش غړو ورته ویلي چې د دوبي له رخصتیو وروسته به دا ډله خپل تعلیمي نصاب په ښوونځیو کې تطبیق کړي.