په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپینزر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي د کندز په ښار کې د دوو تنو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپینزر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظالله اکبري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې نن مازیګر د کندز په ښار کې د ناصر سیټي سنټر مخې ته ناڅرګنده وسلهوالو د درېیمې حوزې د پولیسو پر یوه ضابط وسلهوال برید کړی چې په پایله کې یې ضابط ټپي شوی او یو ساتوونکی یې وژل شوی دی.
ښاغلي اکبري زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او د پولیسو دوه میله کلاشینکوفونهیې هم له ځانه سره وړي دي.
بلخوا د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي چې له یوې میاشتې را په دېخوا د دې ولایت په مرکز کې ۱۳ تنه د ناڅرګندو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوي چې په دې شمېر کې ملکیان او نظامیان شامل دي.
ښاغلی ولي زیاتوي چې تر اوسه پورې د کندز امنیتي ارګانونو د دغو پېښو عاملان نهدي نیولي.