ولې افغانستان؟ ولې اوس؟، دا د ډیلي بیسټ خپرونې د مقالې سرلیک دی چې لیکوال یې په پیل کې په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو غونډې ته کتنه کړې او لیکي:
د امریکا دفاع وزیر جېمزمتېس هڅه وکړه چې د ناټو نور متحدین افغانستان ته د شاوخوا درې زره نورو سرتېرو استولو ته تشویق کړي.
د لیکوال په باور که څه هم د هغو امریکایي سرتېرو شمېر چې افغانستان ته به استول کېږي تر اوسه نه دی معلوم خو د هغو معلوماتو له مخې چې تېره میاشت له سپینې ماڼۍ افشا شوې د دغو سرتېرو شمېر ۴ زره ښودل شوی دی.
د مقالي لیکوال د جنرال متېس هغه څرګندونې هم را اخیستي چې ویلي یې دي، په افغانستان د بریالي کېدو په حال کې نه دي خو کوښښ کوي چې هرڅومره ژر دغه وضعیت بدل کړي.
د ډیلي بیسټ لیکوال بیا دې ته خوشبین نه دی. د هغه په باور هېڅ یو چارواکی لېواله نه دی چې ووایي، په افغانستان کې د امریکا اوسنی ماموریت بې معنی دی.
خو له دې سره-سره د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلېدو ۱۶ کاله وروسته تر اوسه پورې په دې هېواد کې د خپل حضور له دوام سره لیوالتیا لري.
افغانستان ته عمدتاً د افغان ځواکونو د روزنې او سلا ورکولو په هدف د نورو په زرګونو سرتېرو استول د دې هېواد له حکومت او خلکو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنې ښکارندویي کوي.
ناټو ویلي چې په افغانستان کې یې اصلي هدف دا دی چې دا هېواد بیا د ترهګرو په امن ځای بدل نه شي.
هافینګټن پوسټ خپرونې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی دی.
د هودسن د انسټیټوټ لیکوالې اپارنا پاندې په دې مطلب کې د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان سیاستونو او د دې هېواد په وړاندې د امریکا چلند ته کتنه کړې ده.
لیکواله وايي:
پاکستاني مشران له کلونو کلونو راهیسې د امریکا له متحدو ایالتونو سره لوبه کوي او د مثال په توګه په واشنګټن کې د یوه لوړ پوړي پاکستاني ډیپلوماټ ادعا ته اشاره کوي چې ویلي و په پاکستان کې د ترهګرو هېڅ پټن ځای نشته.
دغه پاکستاني چارواکي دغه راز ادعا کړې چې د حقاني شبکه او طالبان د پاکستان نیابتي ډلې نه دي.
خو د لیکوالې استدلال دا دی چې په دغسې ادعاوو ښايي یوازې یو شمېر کسان تیروزي او بس.
د لیکوالې په باور د امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ لپاره څو لسیزې له جهاده د یوې وسیلې په توګه استفاده شوې خو پاکستاني چارواکي او د دې هېواد روشنفکران د دې پرځای چې دا واقعیت ومني پر هغې خاورې اچوي.
لیکواله وایي، د پالیسۍ د بدلون پرځای استدلال کېږي چې پاکستان د حقاني او طالبانو د ډلو په څېر د جهادي ډلو له ملاتړ پرته بله لاره چاره نه لري.
د مقالې لیکواله وړاندیز کوي چې د امریکا متحده ایالات باید پاکستاني مشران د دې واقعیت منلو ته اړ کړي چې کورنۍ سیاست یې ناکامه دی او دا ورته په ډاګه کړي چې د ترهګرۍ له لارې پر سیمې کنټرول یوازې د خوب لیدل دي.