په خوست کې د ولسي پاڅونوالو یو تن مشر ووژل شو

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسماعیل‎خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو یو تن مشر نقیب‎الله ډډوال د نامعلومi وسله‎والو له لوري ووژل شو.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض‎الله غیرت د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې نقیب‎الله ډډوال په موټرسایکل کلي ته پر لاره و چې د یادې ولسوالۍ د مشکوڼه پل په سیمه کې د دوو تنو نامعلومو موټرسایکل سپرو له‎خوا د تفنګچې په ډزو ووژل شو.

قوماندان غیرت وايي چې پېښه د کشفي ادارو تر څېړنې لاندې ده.

بل لور ته په خوست کې د قومونو د پیوستون شورا مشر سید کریم‎خان خاکسار وویل چې نقیب‎الله ډډوال د یادې شورا د رهبرۍ غړی و او په خپله سیمه او قوم کې له ښه نفوذه برخه‌مند و.

د سیمې یو تن اوسېدونکی سلطان محمود خیرخواه وايي، نقیب‎الله ډډوال د دوی د ولسي پاڅونوالو مشر و او د خپلې سیمې په امنیت کې يې له حکومت سره پوره مرسته کوله.

ده وویل، د مشکوڼه پل چې دا پېښه په‌کې شوې، مخکې هم په‌کې څو تنه حکومتي مأمورین ترور شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې د دې وژنې په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.