د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس وايي چې د کرکټ له نړیوالې شورا څخهیې د بشړ غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته د کرکټ د لا ودې لپاره عملي کارونه پیل کړي دي.
شکرالله عاطف مشعل ازادي راډيو ته وویل چې په دې لړ کې به د کرکټ یو لوبغالی چې په ټولو نړیوالو معیارونو به برابر وي، په کابل کې سږ کال پرانیزي.
ښاغلي مشعل وویل:
"سږ کال موږ په کابل کې د کرکټ یو نړیوال لوبغالی پرانیزو، همداراز د کابل په ۴ نورو زونونو کې هم ۴ د کرکټ لوبغالي جوړوو."
ښاغلی مشعل وايي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د نورو میدانونو، اکاډمیو جوړول او د کورني کرکټ پراخول، د افغانستان د کرکټ بورډ لومړیتوبونه دي.