د کابل-ګردېز تر منځ لاره تر درې ساعته تړل کېدو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه.
تېره ورځ د پکتيا مدني ټولنو او د ولایتي شورا يو شمېر غړو په ګډه د تحصن خیمه درولې وه، خو نن دوشنبهيې وروسته له هغه چې دغه ولايت ته نوی معرفي شوی والي شميم کټوازی له کابله دغه لايت ته ورغی، دوی د کابل-ګردېز لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله.
د ازادي راډيو د خبريال د راپور لهمخې، والي له تحصن کوونکو سره وکتل او دوی تهيې ژمنه ورکړه چې د دوی غوښتنې به تر ولسمشره پورې ورسوي.
د ازادي راډيو خبريال همداراز وايي چې د لاریون په نتيجه کې د لارې بندېدو له کبله زرګونه موټر بند پاتې وو چې په مسافرو کې يې ناروغان هم شامل وو.