ځایي چارواکي وایي د کندهار په خاکرېز کې ۴ وسله‌وال وژل شوي

وسله‎والو طالبانو د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په شل‎غمي او منډمک سیمو کې د پوليسو پر پوستو حمله کړې چې په نتيجه کې يې څلور وسله‎وال وژل شوي، یو ملکی او درې وسله‎وال ټپيان شوي دي.

د کندهار د پوليسو وياند ضیأ دُراني نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغې جګړې څو ساعته دوام وکړ.

ښاغلي دُراني وویل:

"په څو ساعته جګړه کې وسله‎والو ته درانه تلفات واوښتل چې څلور يې له‎منځه تللي او درې نور يې هم مرګوني ټپيان دي‎، چاودېدونکي مواد ورڅخه نیول شوي او زموږ هم دوه ساتونکي چې په مېړانه‌ يې مقاومت وکړ، برسېرن ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت‌ يې اوس ښه دی."

په همدې حال کې په خاکرېز ولسوالۍ کې په ځمکه کې د خښ شوي ماين د چاودېدو په نتيجه کې په یوه موټر کې سپاره څلور ملکيان وژل شوي او يو ټپي شوی چې وژل شوي دوه ښځې او دوه سړي وو.