د کونړ ولایت ځایي چاواکي وایي، د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۴ تنه وژل شوي دي.
د کونړ امنيي قوماندان پاسوال جمعهګل همت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید تېره ورځ مازیګر څه کم پنځه بجې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وټهپور ولسوالۍ د څپري ساحې سره نېږدې په چنارونو کې کړی دی.
ښاغلي همت زیاته کړه:
"عبدالرحمن ولد جنتالله چې په وټهپور کې يې ځوانان د داعش ډلې او جنګي فعالیتونو ته هڅول او بیا به یې په کونړ، ننګرهار او بعضې نورو ولایتونو کې ترې په جنګونو کې ګټه اخېستله او ورسره عصمتالله چې په دغه ولسوالۍ کې د یادې ډلې مالي مسؤل و، وژل شوي او دوه نور کسان چې جسدونه يې د پېژندلو نهدي، هم په هلاکت رسېدلي دي."
قوماندان د پاکستاني پوځ هغه خبرې هم رد کړې چې ګنې د داعش وسلهوالې ډلې فعالیتونه او شمېر په کونړ او نورستان کې مخ په زیاتېدو دی.
دا په تېرو نېږدې ۱۵ ورځو کې په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکو درېیم برید دی چې تر سره کېږي او د دولتي مسؤلینو په وینا، په کې اسلامي دولت ډلې ته مرګ ژوبله اوړي.