په کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې څلور ملکیان او څلور وسلهوال وژل شوي یو ملکی او درې وسلهوال ټپیان شوي دي.
تېره شپه ناوخته وسلهوالو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ په شل غمي او منډیکک سیمه کې د پولیسو پر پوستو حمله کړې.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو او وسلهوالو طالبانو تر منځ په څو ساعته جګړه کې څلور وسلهوال وژل شوي، ۳ وسلهوال او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
ښاغلی دُرانی وايي:
"په دې څو ساعته جګړه کې د دښمن څلور ترهګر مړه او درې نور شدید زخمیان شوي، زموږ دوه پولیس سطحي ټپیان شوي او په زیات شمېر وسلې زموږ امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي."
دغهراز نن سهار د خاکرېز ولسوالۍ د سلامۍ په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر چاودنې څلور تنه وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، چاودنه په ځمکه کې د خښ شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
د دُراني په وینا په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه نارينه شامل دي.
دُرانی زیاتوي چې د پېښې قربانيان ټول د هلمند ولايت اوسېدونکي دي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د شامقصود اغا زيارت ته روان وو.
دغهراز په یوه بله پېښه کې د کندهار پولیسو ۳۴ کېلو ګرامه مورفین نیولي چې د میدان وردګ څخه نیمروز ته انتقالېدل.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه مخدره مواد په بېنس موټر کې ځای پر ځای شوي و چې د ۱۴ حوزې د پولیسو لهخوا ونیول شول.
د دُراني په وینا د دغو مخدره موادو سره په تړاو څوک نهدي نیول شوي.
په خاکرېز کې د پولیسو پر پوستو د حملې او ماین چاودنې په اړه تر اوسه وسلهوالو طالبانو کومه تبصره نهده کړې.
راپور: محمد صادق رښتینی