جمهوري ریاست وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به ترکمنستان ته په سفر کې د اقتصادي همکاریو څو تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه تفاهم لیکونه تر ډېره حده د ټرانزیټ، سوداګریزو اړیکو او د ټاپي پروژې د کارونو د چټکتیا په برخه کې دي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
"د دغه سفر په جریان کې څو موافقتنامې چې لویه برخه یې اقتصادي ده، لاسلیک کېږي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او ټاپي پروژې په برخه کې به وي."
افغان ولسمشر نن دوشنبه سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د مرکز عشقآباد پر لور روان شو.