د کندز د خاناباد ولسوالۍ سیمهییز چارواکي وايي چې د دغې ولسوالۍ په بندر بخاري سیمه کې د خپلسرو وسلهوالو په خپلمنځي نښته کې ۶ تنو نامسؤله وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خاناباد ولسوال حیات امیري نن دوشنبه له ازادي راډیو ته وویل، نن سهار ۵ بجې د دغې ولسوالۍ په بندر بخاري سیمه کې نامسؤل وسلهوال په یوه مېلمستون کې په خپلمنځ کې سره نښتي چې په پایله کې ۲ تنه وسلهوال وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د کندز په خاناباد ولسوالۍ کې زیات شمېر نامسؤل وسلهوال فزيکي حضور لري او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او وخت نا وخت په خپل منځي جګړو لاس پورې کوي چې د دوی د جګړو له کبله ملکي خلکو ته هم په کې زیان اوړي.