چين په لانجمنه ټاپو کې د امريکا د جنګي کښتۍ راڅرګندېدل وغندل

چين د جنوبي چين د سمندرګي په لانجمنه ټاپو کې د امريکا د يوې جنګي کښتۍ راڅرګندېدل وغندل دا يې يو جدي پاروونکى عمل وباله.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چارواکي وويل، دغه کښتۍ پرون د پاراسل جزيرو اړوندې د تريتون په نامه ټاپو ته تقريباً ٢٢ کېلو متره نېږدې شوې وه.

د دې جزيرې پر مالکيت چين، ټايون او ويتنام دعوه لري.