ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه یوه بې‌سارې وېډیو خپره کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له «CNN» ټلوېزیوني چینل سره د خپلې دښمنۍ د پراخېدو د یوې نښې په توګه پر خپله ټویټرپاڼه یوه بې‌سارې وېډیو خپره کړې ده.

د څو کلونو مخکې په دې وېډیویي تصویر کې چې پرون د ولسمشر ټرمپ د ټویټر پر رسمي پاڼه خپره شوه ټرمپ د غېږو نیولو پر مهال د خپل سیال د څملولو په حال کې ښودل کېږي او د سیال پر ټنډه‌یې د «CNN» لوګو ښکاري.

له وېډیو سره په هش ټګ کې د «CNN» پر ځای د جعلي خبرونو د نښې په توګه «FNN» لیکل شوي.

ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال پر دې مشهورې ټلوېزیوني شبکې تل د جعلې خبرونو د خپرولو تور لګاوه.

«CNN» د دې کلپ د خپرېدو په وړاندې په غبرګون کې ویلي، ډېره خواشینوونکې خبره ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د خبریالانو پر ضد تشدد هڅوي.