د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اعتراضونو پر مهال د تشدد د مخنیوي لپارهیې نوي پلانونه جوړ کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد پرون په کابل کې د غبرګولي د لسمې په خونړۍ چاودنه کې د وژل شویو او ټپي شویو ملي پولیسو په یاد د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د وروستیو مظاهرو پر مهال نښتې د امنیتي ځواکونو لپاره د عبرت درس شوی.
ده زیاته کړه:
"لږه تجربه د دې سبب شوې چې هغه مظاهرې په تاوتريخوالي واوړي. هغه بهترين ځوانان ووژل شي چې د افغانستان لپارهيې اهميت درلود او د افغانستان د راتلونکي لپاره ووژل شول. دا د افغانستان پوليسو او امنيتي ځواکونو ته يو نههېرېدونکى درس دى."
جنرال مراد زیاته کړه چې امنیتي ارګانونو د ولسمشر اشرف غني له هدایت سره سم پر یو لړ نويو تدابیرو او پلانونو کار کړی څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوی وشي.
نېږدې یوه میاشت مخکې چې په کابل د حکومت پر ضد د اعتراضونو په لړ کې یو شمېر کسان مړه يا هم ټپیان شول.