سعودي او متحدانو یې موافقه وکړه چې قطر ته نور وخت هم ورکړي

سعودي عربستان او عرب متحدانو يې موافقه وکړه چې قطر ته ۴۸ ساعته نور وخت هم ورکړي، څو د دوى له غوښتنو سره سم عمل وکړي.

د سعودي د دولتي ټلوېزيون په حواله، دوى دا ضرب‌الاجل په داسې حال کې تمديد کړ چې دوحې د سعودي عربستان او متحدانو د ١٣ غوښتنو د لېست په اړه عکس‌العمل څرګند کړ.

العربيه ټلوېزيون نن سهار وختي راپور ورکړ، د کوېټ د امير په غوښتنه دغه ضرب‌الاجل تمديد شو چې د قطر او سعودي عربستان، مصر، بحرين او متحده عرب اماراتو تر منځ د ولاړې شوې لانجې په حل کې د منځګړي رول لوبوي.

سعودي عربستان او نورو متحدانو يې له قطر سره ډيپلوماتيکې اړيکې وشلولې، دوى دوحه د ترورېزم په ملاتړ او له ايران سره د نېږدې اړيکو په لرلو تورنه کړې، خو قطر دغه ادعاوې رد کړې دي.

دغو هېوادونو د خپلو ١٣ غوښتنو يو لېست برابر کړى او د يکشنبې تر نيمې شپې يې قطر ته د دغو غوښتنو د پوره کولو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلى و.

دوى خبردارى ورکړى و، که قطر د دغو غوښتنو په عملي کولو کې اقدام ونه‌کړي، نور بنديزونه به هم ورباندې ولګول شي.