د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسواليو کې د يوې مياشتې په موده کې د دولت ١٠٤ تنه وسلهوال مخالفین وژل شوي او ٤١ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن يکشنبه يوه کنفرانس ته وويل، د تېرې مياشتې په موده کې نېږدې ١٠٠ تنه نور وسلهوال نيول شوي هم دي.
امنيه قوماندان وويل، په دې موده کې ١٥٥ پاکستاني اتباع هم چې قانوني اسناد يې نهدرلودل، نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان وويل، د تېرې مياشتې پر مهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٠ کسان نيول شوي دي.
خو خپلواکو سرچينو د وژل شويو، ټپيانو او نيول شويو مشکوکو کسانو ارقام نهدي تائيد کړي.