موټر چلونکو د اعتصاپ په ډول د ارزګان-کندهار لاره تړلې

ارزګان کې موټر چلونکو د اعتصاپ په ډول د ارزګان او کندهار ترمنځ لاره تړلې.

د دغې لارې موټر چلونکي نن یکشنبه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته راووتل او دغه لار ېې د ترافیکو پر مخ وتړله او ویې ویل چې د دغې لارې پر سر يې
د کندهار مربوط د مېشتو امنیتي پوستو پولیس زوروي.

دوی له دولته غوښتنه کوي چې دغه ستونزې دې ورته حل کړي.

په ورته وخت کې د یادې لارې امنیتي مسؤلین یادې ستونزې مني او د حل ژمنې ور کوي.

په دې اړه نور تفصیل د شریف الله شرافت په دې راپور کې :

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور