د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون مسؤلین وایي چې د انتخاباتو د تر سره کولو لپاره د امنیت ساتلو مسئله اړینه ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیبالله احمدزي نن یکشنبه رسنیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته د انتخاباتو تر سره کول ناشوني دي.
احمدزي له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د رڼو ټاکنو په تر سره کولو کې له دوی خپلې همکارۍ ونه سپموي.