ستانکزی: راتلونکو ټاکنو کې د افغان ځواکونو د مداخلې مخه نيسو

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئيس وايي، هڅه کوي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې د افغان قواوو د مداخلې مخه ونيسي.

معصوم ستانکزي دا خبرې نن یکشنبه په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت عمومي رياست تر منځ د ټاکنو د خونديتوب لپاره د يوې موافقې د لاسليک پر مهال وکړې.

د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزي وويل:

"د افغان امنيتي ځواکونو او ملي امنيت رول به دا وي چې د امنيتي قواوو هېڅ يوه غړي او کارکوونکي ته اجازه ورنکړل شي چې له خپل نفوذ او امکاناتو څخه پر انتخاباتو د نفوذ او اغېز لپاره ناسمه استفاده وکړي."

افغان حکومت وايي چې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو دغه ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال په چنګاښ يا سرطان مياشت کې وشي.