د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، د کال تر پایه په دغه ولایت کې د غوښنو چرګانو دوه لوی فارمونه چې ۲۰ زره غوښن چرګان به په کې ساتل کېږي، جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د یادو فارمونو کارونه تر نیمايي زیات بشپړ شوي او ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د معلوماتو له مخې دغه فارمونه د کرنې وزارت د کاردیف پروژې په مالي ملاتړ د څه باندې څلورنیم لکه ډالرو په ارزښت جوړېږي.
ښاغلی سیدي وایي، د کندهار اوسېدونکي کولای شي چې په مناسبه بیه د خپل هېواد چرګان واخلي.